د حکمتیار پر څرګندونو د طالبانو غبرګون؛جابر نعماني: زهر شیندي، خو غاښ نشي لګولای

0
69

د طالبانو استخباراتو چارواکي جابر نعماني د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې پر هغه سختې نیوکې کړي دي.

ښاغلي نعماني ادعا کړې چې حکمتیار او د هغه پلویانو په تېرو جګړو کې د «لسګونو زرو مؤمنانو» قربانۍ ضایع کړې، کابل یې وران کړی او د ده په وینا، افغان ولس یې د «پردیو په لمسون» وژلی دی.

نوموړي د خپل حکومت څخه دفاع کړې او ویلي یې دي چې اوسنی نظام د طالبانو د اوږدې وسله‌والې مبارزې په پایله کې رامنځته شوی، شریعت یې حاکم کړی او د جګړو له امله ویجاړ شوی هېواد یې بیا رغولی دی.

نعماني همداراز حکمتیار او د هغه په څېر مخالفین تورن کړي چې د «نفاق، حرص، واک‌طلبۍ او نفس» له امله د ده په وینا، له سمې لارې اوښتې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې مخالفین به د اوسني نظام پر وړاندې یوازې نیوکې او «زهر شیندي»، خو د ده په وینا، د نظام پر وړاندې د اقدام توان نه لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ