د سیمه ییز وضعیت په اړه د پاکستان او بريتانيا اندېښنه.خو ورسره هم مهاله پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو دوام.

0
52

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر سټیفن ډوټي په اسلام‌اباد کې د سیمې پر روان وضعیت او نړیوالو تحولاتو خبرې کړې او د وضعیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د دغو اندېښنو ترڅنګ، پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو دوام د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې هر کله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

اسلام‌اباد د خپلو پوځي اقداماتو لپاره امنیتي دلایل او ادعاوې وړاندې کوي، خو د ملکي وګړو د خوندیتوب موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له مهمو جنجالي مسایلو څخه پاتې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ