د چین او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز تجارت ۱.۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی

0
69

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز تجارت په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۵۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

چین وايي، له افغانستان سره یې د بشري مرستو لړۍ هم روانه ساتلې او د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې افغانستان سره د ۳۵۰ میلیونه ینو په اندازه مرسته کړې.

په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، درمل او د ژمي اړوند توکي شامل دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، چین او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې ګاونډیان دي او له ۱۹۵۵ کال راهیسې یې دیپلوماتیکې اړیکې لري.

دواړو هېوادونو په ۲۰۱۲ کال کې د ستراتیژیکې همکارۍ مشارکت اعلان کړی او چین وايي، له افغانستان سره یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې سیاسي، دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې او د لوړې کچې ناستې دوام موندلی دي.

چین همداراز ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر، اقتصادي پراختیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې یې د افغانانو د ارادې د درناوي پر بنسټ د خپل توان تر کچې همکارۍ او مرستې کړې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ