د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې یې د لمریزې برېښنا په وسیله د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د فعال ساتلو له لارې له ۷۴۳ زره او ۴۷۰ ښځو او نجونو سره د زدهکړو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مرسته کړې ده.
د دې پروګرام په وینا، دغه شمېرې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې موده رانغاړي.
دې پروګرام د لمریزې برېښنا کارول د هغو ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو د خدمتونو د دوام او ښهوالي لپاره مهم بللي دي چې ښځې او نجونې ترې ګټه اخلي.

د معلوماتو له مخې، دا چارې د «په افغانستان کې د زدهکړو او روغتیا لپاره د دوامداره انرژۍ خدمتونو» پروګرام له لارې ترسره شوې دي.
یاد پروګرام زیاتوي، چې د لمریزې برېښنا برابرولو له لارې یې هڅه کړې، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه له برېښنايي ستونزو سره سره خپل خدماتو ته دوام ورکړي او ښځو او نجونو ته د زدهکړې او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا پراخه شي.


