د کارابین سمندرګي کې پر یوې کښتۍ د برید له امله څلور کسان وژل شوي

0
38

د امریکا پوځ اعلان کړی چې د کارابین سمندرګي په سیمه کې د یوې کښتۍ پر ضد د ترسره شوي برید له امله څلور کسان وژل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي، دغه برید د یوې کښتۍ د نښه کولو لپاره ترسره شوی، خو د پېښې د څرنګوالي، د وژل شویو کسانو د هویت او د برید د هدف په اړه یې تر اوسه بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا چارواکو تر اوسه دا هم نه دي ویلي چې په کښتۍ کې کوم ډول کسان یا توکي موجود وو او د پېښې مسؤلیت د چا پر غاړه و.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ