د امریکا د ساحلي ساتونکو ځواکونو د ماساچوسټس ایالت د نانټکټ ټاپو له ساحل سره نږدې د یوې طبي ترانسپورټي الوتکې د لوېدو وروسته د ورکو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي.
چارواکي وايي، د الوتکې د پاتې شونو یوه برخه د سمندر په اوبو کې موندل شوې ده.
د امریکا ساحلي ساتونکي ځواکونه په سمندري سیمه کې د احتمالي ژغورنې او لټون عملیاتو ته دوام ورکوي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او په الوتکه کې د سپرو کسانو د شمېر په اړه بشپړ معلومات نه نشته.


