د چارو ادارې پخوانی رئیس فضلمحمود فضلي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما له خوا د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د پاکستان نوم نه اخیستل د پوښتنې وړ دي.
ښاغلي فضلي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یوناما په قصدي ډول د پاکستان نوم نه اخلي، سره له دې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
هغه پر ملګرو ملتونو نیوکه کړې او ویلي:«داسې یوه اداره چې د خپل بیوروکراټیک جوړښت لپاره سترې سرچینې لګوي، خو په افغانستان کې د بېثباتۍ په برخه کې له لاس لرلو سره سره، د بېطرفۍ ادعا کوي، نور د بېطرفۍ هېڅ حق نه لري.»
فضلي خبرداری ورکړی او ویلي چې باید هوښیار اوسو او زیاته کړې چې هماغه نړیوال ځواکونه یو ځل بیا داسې زمینه برابروي چې افغانستان د بېمحدودیته کورنۍ جګړې پر لور ولاړ شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې یوناما د اکتوبر په لومړۍ نېټه ویلي، د افغانستان په کونړ او هلمند کې په وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي چې ډېری وژل شوي کسان ماشومان وو.
یوناما په خپل بیان کې د بریدونو مسوولیت په مستقیم ډول پاکستان ته نه دی منسوب کړی.


