د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روسیې د روغتیا له وزیر میخایل آلبرتویچ موراشکو سره لیدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا، د روغتیايي نظام پر جوړښت، د درملو، واکسینونو او طبي تجهیزاتو پر وارداتو او همکارۍ خبرې شوې دي.
همداراز، دواړو لورو د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو، د نوې او عصري طبي ټکنالوژۍ د انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه بحث کړی دی.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر د هېواد د روغتیايي سکتور اړتیاوې او لومړیتوبونه له روسي چارواکي سره شریک کړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د عصري طبي اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخو کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د روغتیا وزیر هم د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی او ویلي یې دي چې مسکو چمتو دی له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره به د اړوندو ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي لا پیاوړې کړي.


