د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، ایران وړاندیز کړی چې د یمن له حوثیانو سره د پوځي اقدام پر ځای دې له سیاسي لارې تعامل وشي.
ډار ویلي، د مکې د ګډ دفاعي تړون اړوند کمېټه به راتلونکې اوونۍ په ریاض کې په بېړنۍ غونډه کې د ایران پر دغه وړاندیز بحث وکړي.

د هغه په وینا، ایران ځان له حوثیانو او عراقي ملیشو څخه جلا بللی او هڅه کوي چې روانه ستونزه د سیاسي لارې حل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران وړاندیز تر اوسه رسمي او په لیکلي ډول نه دی وړاندې شوی.
د مکې ګډ دفاعي تړون د اګست په اوومه د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی چې له مخې یې پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په معنا ګڼل کېږي.
اسحاق ډار همداراز ویلي، له شپږو ډېر هېوادونه غواړي له دغه تړون سره یوځای شي، خو د نویو غړو د منلو موضوع به د تړون تر بشپړ فعالېدو وروسته وارزول شي.


