افغانستان او پاکستان؛ د ستراتیژیک عمق له پخوانۍ تګلارې تر اوسني کړکېچ

0
79

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو ترڅنګ، پاکستان د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه هم کړي، چې کابل یې د خپل حاکمیت ښکاره سرغړونه بولي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پاکستان د کونړ او هلمند پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دغو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

پاکستان بیا وايي چې بریدونه یې د وسله‌والو پر مرکزونو کړي او ۲۲ وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو اوسنی وضعیت د تېرو کلونو له شرایطو سره ډېر توپیر لري.
اسلام‌اباد د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته تمه لرله چې کابل به د پاکستان امنیتي اندېښنو ته پام وکړي، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا TTP پر وړاندې؛ خو پاکستان اوس د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې دې ډلې ته یې د فعالیت زمینه برابره کړې؛ کابل بیا دا ادعا ردوي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغانستان د خپلې امنیتي ستراتیژۍ مهمه برخه بلله.

د «ستراتیژیک عمق» نظریه هم له همدې بحث سره تړلې وه؛ یعنې اسلام‌اباد غوښتل په افغانستان کې داسې نفوذ ولري چې د هند پر وړاندې د احتمالي شخړې پر مهال یې لوېدیځ اړخ تر فشار لاندې نه وي.

خو د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د پاکستان او کابل اړیکې هغه مسیر ته ولاړې نه شوې چې اسلام‌اباد یې تمه لرله.

د پولې، ټي ټي پي، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د امنیتي سیاستونو پر سر اختلافونه زیات شول او بالاخره اړیکې تر پوځي نښتو او هوايي بریدونو ورسېدې.

په همدې وخت کې کابل هڅه کوي خپلې اړیکې له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره پراخې کړي.

روسیې له طالبانو سره سیاسي او امنیتي اړیکې زیاتې کړې او د ۲۰۲۶ کال په مې کې دواړو لورو د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون هم لاسلیک کړ.
مسکو تر دې وړاندې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و.

له بلې خوا، له هند، ایران او منځنۍ اسیا سره د افغانستان اړیکې هم پراخې شوې دي.
د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د پاکستان تر څنګ د نورو لارو موندل د کابل لپاره مهم شوي او په دې برخه کې د چابهار بندر او د منځنۍ اسیا مسیرونه ځانګړی اهمیت لري.

د دې وضعیت له امله د پاکستان هغه اقتصادي او جغرافیایي نفوذ هم له ننګونې سره مخ دی چې د کلونو لپاره یې د افغانستان په اړه مهمه وسیله ګڼل کېده.

د پولې تړل او د سوداګرۍ محدودېدل نه یوازې کابل ته اقتصادي زیان رسوي، بلکې د پاکستان لپاره هم د افغانستان د بازار او ترانزیټي مسیرونو د اهمیت پوښتنه راپورته کوي.

د چین رول هم په دې معادله کې مهم دی.
بیجینګ له پاکستان سره پراخې اقتصادي اړیکې لري، خو په افغانستان کې هم د امنیت او اقتصادي همکاریو په برخه کې خپلې اړیکې ساتي.

په دې توګه، د کابل او اسلام‌اباد اوسنی کړکېچ یوازې د ټي ټي پي یا سرحدي نښتو موضوع نه ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات له امنیتي مسئلو سره یوځای په سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو هم اغېز کوي.

د ځینو سیمه‌ییزو شنونکو په باور، د پاکستان لپاره اساسي بدلون دا دی چې هغه پخوانی نفوذ چې اسلام‌اباد په افغانستان کې درلود، نور د پخوا په څېر نه دی.

کابل اوس د روسیې، چین، ایران، هند او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅه کوي او همدا چاره د پاکستان د پخوانیو محاسبو لپاره نوی وضعیت رامنځته کوي.

خو دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ به په اوږدمهال کې کوم لوري ته ولاړ شي، لا روښانه نه ده.

څرګنده خبره دا ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه پخواني حالت څخه ډېرې لرې شوې دي چې پاکستان په افغانستان کې د خپل نفوذ او امنیتي محاسبې لپاره پرې تکیه کوله.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ