د طالبانو حکومت د قطر سیاسي دفتر غړی عمار یاسر د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو پر حکومت او د خلکو پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
عمار یاسر په یوه لیکنه کې ویلي: «لکه چې په وهلو خوړلو عادت شوي یو، نه د حکومت غږ پورته کېږي او نه د رعیت.»
نوموړي په پای کې په طنزیه انداز لیکلي: «ښه تربیت دې راکړ، مننه مشره.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان په هوایي برېدونو کې په کونړ او هلمند کې ۹ تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


