
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کنړ او هلمند پر استوګنیزو سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
کرزي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغه له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، د وژل شویو لپاره د جنت او ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

نوموړي د پاکستاني پوځ بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد د حاکمیت نقض بللي او ټینګار یې کړی چې افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه له خپل هېواد څخه دفاع کوي.

کرزي د پاکستان له مشرانو غوښتي چې د دښمنانه او جګړه مار سیاستونو او د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو پر ځای خپل سیاستونه بیا وڅېړي، له افراطپالنې او نفاقاچونې لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

