په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي، پاکستان بیا د دغو بریدونو په اړه بل ډول ادعا کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، پاکستان تېره شپه د کنړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مجاهد ویلي، په دغو بریدونو کې ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې، چې د «فتنه الخوارج» او «فتنه الهندوستان» اړوند د وسله والو پر پټنځایونو یې په افغانستان کې هوايي بریدونه کړي دي.

پاکستان په خپله ادعا کې زیاته کړې، چې دغه بریدونه د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په دقیق ډول ترسره شوي او د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۲ ترهګر وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان په خاوره هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده؛ خو پاکستان بیا د دغو بریدونو په اړه ادعا کوي او تور لګوي چې د وسله والو مرکزونه او پټنځایونه یې په نښه کړي دي.


