په عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو وتل بشپړ شوي دي.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې امنیتي ځواکونو د ښار په واټونو کې پوځي پرېډ ترسره کړ.

د دې ځواکونو وتل هغه پوځي حضور پای ته رسوي چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ پر عراق د برید وروسته پیل شوی و.

د عراق چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره، له نړیوالو شریکانو سره امنیتي همکاري به په نورو بڼو دوام ولري.


