د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، تهران خپله اووه مادهییزه طرحه د قطر د یوه منځګړي له لارې د امریکا حکومت ته رسولې او اوس د واشنګټن رسمي ځواب ته انتظار باسي.
عراقچي ویلي، له قطري منځګړي سره یې کتلي او د ایران پر وړاندیز یې ورسره خبرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، ځینې مطرح شوې موضوعات به له امریکايي لوري سره هم شریک شي او وروسته به د واشنګټن وروستی دریځ تهران ته ولېږدول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د ایراني پلاوي موخه دا وه چې امریکا، نورو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته د هوکړې لپاره د تهران شرایط ورسوي.
هغه ویلي، ایران د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل لپاره خپله طرحه وړاندې کړې او د دغه هېواد شرایط عادلانه او منطقي دي.

د راپورونو له مخې، په اووه مادهییزه طرحه کې د نښتو درول او د خبرو د بیا پیل لپاره د شرایطو برابرول شامل دي.
الجزیرې مخکې راپور ورکړی و چې د طرحې له مخې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د پیل موضوع هم مطرح شوې ده.
عراقچي ټینګار کړی چې ایران د جګړې ترڅنګ د ډیپلوماسۍ لپاره هم چمتو دی او اوس د امریکا رسمي ځواب ته سترګې په لار دی.


