یوناما: هڅه کوو افغان پلاوو ته په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون زمینه مساعده کړو

0
25

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال بروتو لیمارکویس، وايي، هڅې روانې دي چې افغان پلاوو ته په نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د یوناما د مرستیال په وینا، د اقلیم بدلون او چاپېریال اړوند نړیوالو غونډو کې د افغانستان حضور مهم دی او افغان استازي باید وکولای شي په دغو ناستو کې ګډون وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د نړیوالو غونډو له لارې افغان پلاوي کولی شي د افغانستان ستونزې، اړتیاوې او غوښتنې له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ