د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د طبي تجربو د شریکولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ بېلاروس ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، جلالي به د دغه سفر پر مهال د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره پر روغتیايي همکاریو خبرې وکړي.
نوموړی به د بېلاروس له یوه طبي پوهنتون، درمل جوړونې شرکت او د زړه، سرطان، عامې روغتیا او بېړنیو روغتیايي خدمتونو له یو شمېر روغتیايي مرکزونو هم لیدنه وکړي.
د وزارت په وینا، د سفر په ترڅ کې به د طبي زده کړو، درمل جوړونې، روغتیايي خدمتونو او تخصصي درملنې په برخو کې د تجربو د شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث وشي.


