ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي نقشه د «ټرمپ تنګي» په نوم خپره کړې

0
50

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي یوه نقشه خپره کړې چې په کې د ایران او عمان ترمنځ دغه ستراتیژیکه اوبه‌لاره د «ټرمپ تنګي» په نوم ښودل شوې ده.

ټرمپ د ټروت ټولنیزې شبکې له لارې دا انځور خپور کړی، خو ورسره یې کومه لیکلې څرګندونه نه ده کړې.

په نقشه کې د هرمز تنګي سیمه په یوه دایره کې نښه شوې او د «ټرمپ تنګي» نوم پرې په لویو تورو لیکل شوی دی.

بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران لا هم د منځګړو له لارې د امریکا د وړاندیز په اړه رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ټرمپ هم ویلي چې تمه لري د روانې اوونۍ په ترڅ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ نورې خبرې ترسره شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ