د ایران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر اجراییوي رئیس رامین کاشفآذر وايي، دغه هوايي ډګر د امریکا له بندیزونو سره سره په بشپړ ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

کاشفآذر ایراني رسنیو ته ویلي، هوايي ډګر لا هم د نړۍ له ۳۰ څخه زیاتو نړیوالو هېوادونو سره مستقیمې الوتنې او خدمات لري.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا بندیزونو د هوايي ډګر د فعالیت د درولو لامل نه دي شوي او نړیوالو مسافرو ته یې خدمات دوام لري.

د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر د ایران د پلازمېنې تهران اصلي نړیوال هوايي ډګر دی او د هېواد د نړیوالو هوايي سفرونو مهمه دروازه بلل کېږي.


