سټالون: جګړه د وسلو جوړونکو لپاره د پیسو ګټلو وسیله ده

0
67

د هالیووډ مشهور لوبغاړي سلویسټر سټالون جګړه «احمقانه» بللې او ویلي یې دي چې جګړې دواړه ښکېل لوري ویجاړوي، خو د جګړه‌مارو ادارو او د وسلو جوړونکو شرکتونو لپاره د ډېرو پیسو د ګټلو په وسیله بدلېږي.

سټالون د نیویارک ټایمز په یوه مرکه کې، د خپلې مشهورې «رامبو» فلمي لړۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې اوس یې لیدلوری بدل شوی دی.

نوموړي ویلي، ځوان سرتېري په جګړو کې خپل ژوند او د بدن غړي له لاسه ورکوي او جګړې د هېوادونو تر ویجاړۍ، اوږدمهاله دښمنیو او د پولو د بدلون لامل کېږي.

هغه زیاته کړې چې که پر یوه هېواد برید وشي، دفاع ترې ضروري ده، خو په عمومي ډول جګړې د دواړو لورو لپاره ویجاړونکې پایلې لري.

د هالیووډ دغه ستوري ویلي، یو وخت یې له جګړې څخه ډېر ملاتړ کاوه، خو وروسته دې پایلې ته ورسېد چې جګړه سخته ظالمانه او وېروونکې ده او په جګړه کې نه کومه ځانګړې ویاړتیا شته او نه هم ریښتینې اتلولي.

سټالون وايي، تر ټولو ډېره اندېښنه یې د هغو ځوانو سرتېرو په اړه ده چې د جګړې په ډګر کې ټپي کېږي یا د بدن غړي له لاسه ورکوي او له جګړې وروسته یوازې پرېښودل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ