د ازبکستان د ولسمشر لور: افغانستان یوازې د ګواښ په توګه کتل د ستونزې حل نه دی

0
46

د ازبکستان د ولسمشر د دفتر مشرې او لور سعیده میرضیایف ویلي، افغانستان یوازې د ګواښ سرچینې په توګه کتل د دغه هېواد د ستونزو حل نه شي کېدای.

میرضیایف د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو خلک یوازې پرېښودل هم د دې هېواد د ستونزو د حل لاره نه ده.

نوموړې ویلي، ازبکستان هڅه کوي له افغانستان سره د ګواښ پر ځای د یوه شریک په توګه چلند وکړي او افغانانو ته باید د سوله‌ییز ژوند لپاره هیله او ډاډ ورکړل شي.

نوموړې زیاته کړې، چې په منځنۍ اسیا کې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لامل د سیاسي ارادې پیاوړتیا ده او د همدې تګلارې بېلګه د افغانستان په اړه د شوکت میرضیایف په سیاست کې هم لیدل کېږي.

هغې همداراز وویل، په ازبکستان کې د ولسمشر له لوري ترسره کېدونکي اصلاحات تر ډېره د خلکو د ژوند د ښه والي پر محور ولاړ دي او د دغو اصلاحاتو پایلې هم د همدې معیار له مخې ارزول کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ