د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، اسلاماباد د افغانستان موضوع یوازې د امنیتي اندېښنو له امله نه مطرح کوي، بلکې د خپل کورني سیاست او بهرنیو ژمنو د توجیه لپاره هم ترې ګټه اخلي.
داوړ ویلي، پاکستان تر اوسه د خپلو هوايي بریدونو په اړه داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د تحریک طالبان پاکستان، طالبانو یا نورو وسلهوالو ډلو غړي یې په نښه کړي دي.

د هغه په وینا، د دغو بریدونو اصلي زیان ملکي وګړو ته رسېږي او ځینې وختونه روغتیايي او نور ملکي مرکزونه هم اغېزمنېږي.
نوموړي ادعا کړې چې اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې د یوه خپلواک او ملي هویت لرونکي افغانستان په اړه ځانګړې تګلاره لري او د افغانستان اوسنی وضعیت د پاکستان په کورني او بهرني سیاست کې د یوه مهم بحث په توګه کارول کېږي.

داوړ د قطر او ترکیې وروستیو هڅو ته په اشارې ویلي چې له افغانستان سره د خبرو لپاره کابل ته تلونکو پلاوو له داسې لوري سره خبرې کړي چې د ده په باور، د افغان ولس د استازیتوب لپاره لازم مشروعیت نه لري.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې پاکستان د افغانستان له موضوع څخه د کورني افکارو د تنظیم لپاره هم استفاده کوي او خپل ولس ته داسې انځور وړاندې کوي چې ګواکې له افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې ګواښونه موجود دي او اسلاماباد یې په ځواب ورکړي.

د هغه په وینا، پاکستان د افغانستان د جګړې له موضوع څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتون ملتپال سیاست د کمزوري کولو لپاره یې هم کاروي.


