
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندهار، خوست او پکتیا پر سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.

ښاغلي کرزي ویلي، چې اسلام آباد د خپلې هغې منفي تگلارې له ادامې لاس نه اخلي کومه چې اور یې نن خپلې لمنې ته هم رسیدلی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان، له هر ډول توپیر پرته، د پاکستان د تیریو پر وړاندې متحد ولاړ دي.
https://x.com/KarzaiH/status/2103010898897986039
کرزي یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره دې د ښه ګاونډیتوب لاره خپله او خپلې اړیکې دې په متمدنانه ډول تنظیم کړي.

