د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له چینايي سیال شي جینپینګ سره په لیدنه کې به د ایران موضوع هم د خبرو پر مېز وي.
ټرمپ د ایران په اړه د خبرو په تړاو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي، د دې موضوع او یو شمېر نورو مسایلو په اړه به له شي سره خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران په تړاو وضعیت د ده په وینا، «ښه روان دی».
بل لور ته، شي جینپینګ واشنګټن ته له رسېدو وروسته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چین او امریکا باید د یو بل سیالان نه، بلکې شریکان واوسي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو له لارې به یې امریکا ته سفر مثبتې پایلې ولري.
د ټرمپ او شي جین پینګ لیدنه داسې مهال کېږي چې د ایران موضوع د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د بحثونو له مهمو مسایلو بلل کېږي.



