د پاکستان ادعا: په افغانستان کې مو ۱۰ مرکزونه ویشتلي

0
48

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ملکي سیمې په نښه کېږي او ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي، په کندهار او خوست کې له تازه بریدونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ادعا کړې چې اسلام‌اباد په افغانستان کې پر ۱۰ مرکزونو بریدونه کړي دي.

تارړ ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې ګواکې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر لور د بې‌پیلوټه الوتکو د برید هڅه شوې وه او د پاکستان هوايي دفاعي سیستم، د ده په وینا، دغه الوتکې تر خپلو هدفونو رسېدو مخکې له منځه وړې دي.

نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې په نښه شوي ځایونه د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو لپاره کارېدل.

بل لور ته، تېره ورځ د طالبانو حکومت د استخباراتو اړوندې المرصاد رسنۍ د پاکستان هغه ادعا رد کړې وه چې ګواکې د افغانستان له لوري ورغلي اته بې‌پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.

المرصاد ویلي، «د افغانستان هوايي ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي.»

دې رسنۍ د پاکستان ادعاوې تبلیغاتي شایعات بللي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ