په کابل کې د روسیې سفارت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سفارت ویلي، د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.
د روسیې سفارت له دواړو لورو غوښتي چې له تقابل ډډه وکړي او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پاکستان پړ کونړ او پکتیکا هوايي بریدونه وکړل چې په کونړ کې یې درې تنه ملکي وګړي ووژل او څلور تنه نور یې ټپیان کړل.


