له کابل څخه دوو سرچینو ایلم نیوز ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کور د طالبانو د یرغل راپورونه رد کړل.
د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له لورې د حامد کرزي پر کور د یرغل راپورونه سم نه دي.

د پخواني حکومت یوې بلې جګپوړې چارواکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هم دغه راپورونه رد کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د حامد کرزي پر ملاقاتونو بندیز لګېدلی دی.
دا خبر وروسته بشپړېږي.


