
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافاتو د هواري لپاره د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چین، قطر، متحده عربي امارات او ترکیه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي او که نور هېوادونه هم ورسره یوځای شي، اغېزمن به وي.

مجاهد له اذربایجان څخه خپرېدونکې «سي بيسي» شبکې سره په مرکه کې د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه ویلي، دا کرښه د برتانوي هند له لوري رسم شوې او افغانان یې له یو بل څخه بېل کړي دي.
د هغه په وینا، د دې موضوع وروستۍ پرېکړه باید په داسې شرایطو کې وشي چې افغان ولس خپله پرېکړه وکړای شي.

نوموړي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه ویلي، پر دې موضوع کار روان دی او د ده په وینا، هڅه کېږي د کورنۍ ستونزې د حل لپاره شرایط برابر شي.

مجاهد همداراز له اذربایجان څخه په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو له امله مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، چې ځینې سیمهییز هېوادونه له کابل سره نږدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د «اسلامي امارت» د رسميت پېژندنې اعلان نه دی کړی.

