ترکمنستان: ۲۰۲۷ کې به افغانستان ته د ګازو لېږد پیل شي

0
81

ترکمنستان وايي، د ټاپي ګاز نل‌لیکې د سرحدآباد–هرات مهمه برخه به د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي، چې ورسره به افغانستان ته د طبیعي ګاز د لېږد د پیل لپاره زمینه برابره شي.

په اسلام‌اباد کې د ترکمنستان سفیر آتاجان مولاموف د «سفیرانو ماښام ۲۰۲۶» په مراسمو کې ویلي، د دې برخې له بشپړېدو سره تمه ده چې افغانستان ته د ګازو لېږد په ۲۰۲۷ کال کې پیل شي.

نوموړي د ټاپي پروژه د سیمې د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو او په ځانګړي ډول په پاکستان کې د صنعتي پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې ده.

د ټاپي نل‌لیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، چې ۷۷۴ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د دې پروژې له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۳ میلیارد متر مکعب ترکمن ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته انتقالېږي.

افغانستان به له دې پروژې څخه د ګازو تر ترلاسه کولو سربېره، د ترانزیت له لارې د کال شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو عواید هم ترلاسه کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ