استاد سیاف: جګړه د افغانستان حل نه دی؛ د اوسني وضعیت دوام د نیابتي جګړو دروازې پرانیزي

0
36

د ملي دفاع پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل وایي، نن یې له جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره د افغانستان پر روان وضعیت خبري کړي.

میاخیل ویلي، د ده او استاد سیاف نظرونه په ډېرو مسایلو کې نږدې وو او استاد سیاف ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو حل په جګړه کې نه ویني؛ خو که اوسنی وضعیت دوام وکړي، هېواد د نیابتي جګړو پر لور تللی شي.

نوموړي زیاته کړې چې استاد سیاف د افغانستان د اوسني انزوا د پای ته رسېدو لپاره د لویې جرګې له جوړېدو او د ولسي او نړیوال مشروعیت له رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

شاه محمود میاخیل همداراز ویلي، طالبان باید په خپلو کړنو او فکر کې بدلون راولي، ځکه د ده په باور د راتلونکو جګړو پایلې به د افغانستان لپاره خطرناکې وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ