اورنګزېب: لاریونونه پاکستان ته هره ورځ میلیاردونه کلدارې زیان اړوي

0
62

د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګزېب خبرداری ورکړی چې روان او راتلونکي لاریونونه او اعتراضونه ښايي د دغه هېواد اقتصاد ته هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ میلیارده کلدارې، چې نږدې ۴۳۴ میلیونه ډالره کېږي، زیان ورسوي.

د نوموړي په وینا، د خدماتو برخه به تر ټولو ډېره اغېزمنه شي او ورځنی زیان یې شاوخوا ۸۶ میلیارده کلدارې اټکل شوی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې جماعت اسلامي له کراچۍ څخه اسلام‌اباد ته لاریون پیل کړی او د تېلو پر محصول د بیاکتنې یا لغوه کېدو غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې، پاکستان تحریک انصاف هم د سپټمبر پر ۲۷مه اسلام‌اباد ته د لاریون اعلان کړی او د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د لاریونونو له پراخېدو سره اسلام‌اباد کې امنیتي تدابیر هم زیات شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، که پر امنیتي ځواکونو ډزې وشي، ځواکونه به ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د پاکستان حکومت د پخواني او بندي لومړي وزیر عمران خان خور هم نېولې او د یوې میاشتې لپاره یې زندان ته انتقال کړې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ