راپور: د طالبانو حکومت د پوځي ډرونونو د پراختیا هڅې زیاتوي

0
39

د هو وات وای په یوه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت د اقتصادي ستونزو سربېره د پوځي ډرونونو د کارونې او جوړولو د وړتیا د پراخولو هڅې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس احمد ضیا سراج ویلي، طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او د پوځي کارونې لپاره یې بدلوي، خو اوس د خپلو ډرونونو د جوړولو پر هڅو هم تمرکز کوي.

سراج ادعا کړې چې طالبان د ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار یې کړی چې تر اوسه داسې کلک شواهد نشته چې د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی.

نوموړي همداراز ویلي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک د طالبانو حکومت په ثابت‌وزرو ډرونونو سمبالوي.

په راپور کې د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون د استاد اسلام‌خان غفاروف له قوله ویل شوي چې طالبانو د ډرونونو د جوړولو لپاره افغان انجنیران هم ګمارلي، چې ځینې یې په بهر کې زده کړې کړې او له امریکايي او بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

راپور زیاتوي چې د طالبانو حکومت د ترکیې او روسیې له لوري د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو په لټه کې هم دي.

د راپور د سرچینو په وینا، د طالبانو د ډرونونو د پراختیا له مهمو موخو څخه یوه د داعش ډلې په ګډون د وسله‌والو مخالفانو پر وړاندې د دوی پوځي وړتیا لوړول او بله د هوايي ځواک د جوړولو هڅه ده.

د راپور له مخې، طالبانو د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو ۱۶ ډرون بریدونه کړي چې ډېری یې سوداګریز ډرونونه وو او د چاودېدونکو توکو د لېږد او ځانمرګو بریدونو لپاره بدل شوي وو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ