د طالبانو حکومت د پنجشیر د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، د روسیې ۷۰ کسیز د سیلانیانو کاروان پنجشېر ته رسېدلی او د دغه ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه یې لیدنه کړې ده.
لټون ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵۰ زره کورنیو او له ۵۰۰ ډېرو بهرنیو سیلانیانو پنجشېر ته سفر کړی دی.
د روسي سیلانیانو په دغه کاروان کې د ښځو د شتون په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
طالب چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په روان کال کې د افغان ټوور شرکت له لارې له ۱۵۰۰ ډېر بهرني سیلانیان د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تللي دي.


