کوهاټ کې د چاودنې له کبله د مړو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی، مسولیت یې اتحادالمجاهدین ډلې منلی

0
33

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پولیسو په یوه مرکز کې د جومات د چاودنې له کبله د مړو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی او ۷۵ نور ټپیان ښودل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د جومات دروازې ته ورننباسل شوی او چاودنه یې کړې ده.

وروسته وسله‌والو د پولیسو مرکز ته د ننوتلو هڅه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره یې نښته شوې ده.

د برید مسؤلیت د اتحادالمجاهدین ډلې منلی، چې د تحریک طالبان پاکستان له یوې ډلې سره تړاو لري.

په وژل شویو کې ۱۵ پولیس هم شامل دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ