په کندز کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه پرانیستل شوه

0
20

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندز کې د «ختیځ لمر» اوسپنې ویلې کولو فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د چارواکو په وینا، د دې فابریکې په فعالیت سره به په کندز کې نوي کاري فرصتونه رامنځته او اقتصادي فعالیتونه پراخ شي.

د معلوماتو له مخې، په دغه فابریکه کې د یوه بهرني شرکت له لوري ۸.۶ میلیونه ډالر پانګونه شوې او هره ورځ د ۳۰۰ ټنه ګول‌سیخ د تولید ظرفیت لري.

د چارواکو په خبره، فابریکه کې له ۳۰۰ زیاتو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ