عباس عراقچي له عاصم منیر او هاکان فیدان سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې

0
21

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د چهارشنبې په ورځ له بیجینګ څخه له عاصم منیر او هاکان فیدان سره په ټیلیفوني اړیکو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو او مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

راپور زیاتوي، عراقچي له عاصم منیر سره د سیمه‌ییزو تحولاتو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه هم سلا مشورې کړې دي او له فیدان سره یې د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ