د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له ۱۰۰ ورځو راهیسې انټرنېټ بند دی

0
124

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې له ۱۰۰ ورځو ډېر وخت کېږي چې د موبایل انټرنېټ او فایبر خدمتونه په پراخه کچه بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، دغه محدودیتونه د جون په ۵مه د انتخاباتي اصلاحاتو په تړاو د اعتراضونو له پیل وروسته لګېدلي او د سیمې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته هم دوام لري.

د انټرنېټ بندښت له امله انلاین بانکي خدمتونه، سوداګریز فعالیتونه او د زده‌کوونکو تعلیمي چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

حکومت د انټرنېټي محدودیتونو له امله د پوهنتونونو د داخلې ازموینې هم ځنډولې دي.

د «نېټ بلاکس» په وینا، په سیمه کې د انټرنېټ بندښت د جون له ۵مې راهیسې روان دی.

د راپور له مخې، اعتراضونه وروسته له هغې تاوتریخجن شول چې چارواکو د «جموں کشمیر ګډ عوامي اقدام کمېټې» فعالیتونه بند کړل.

د جولای په ۲۷مه په نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ