د پېو څېړنیز مرکز د اټکل له مخې، تر ۲۰۳۵ کال پورې به د نړۍ د مسلمانانو شمېر ۲.۵۷ میلیارده او د عیسویانو ۲.۵۲ میلیارده ته ورسېږي او مسلمانان به د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي.
د څېړنې له مخې، د مسلمانانو د نفوس د ودې دوه اصلي لاملونه د دوی د نفوس ځوان جوړښت او په مسلمانو کورنیو کې د ماشومانو د زېږون لوړه کچه ده.
د اټکلونو له مخې، هرې مسلمانې ښځې په منځني ډول ۳.۱ او هرې عیسوۍ ښځې ۲.۵ ماشومان زېږولي دي.
څېړونکي اټکل کوي، چې تر ۲۰۷۰ کال پورې به د مسلمانانو شمېر له ۳.۶ میلیارده واوړي، په داسې حال کې چې د عیسویانو شمېر به شاوخوا درې میلیارده وي.
د راپور له مخې، د افریقا په نیمه صحرايي سیمو کې به د دواړو دینونو د پیروانو نفوس په چټکۍ زیات شي. تمه ده، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت به تر ۲۰۷۰ کال پورې د نړۍ د عیسویانو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد شي او په نایجریا کې به د مسلمانانو شمېر ۲۸۲ میلیونو ته ورسېږي.
څېړونکي وايي، د اسلام او عیسویت ترمنځ د دین بدلول د نفوسو په بدلون کې لږ رول لري او د دواړو دینونو ترمنځ د اوښتونکو کسانو شمېر نږدې برابر دی.
بلخوا، که څه هم په ډېرو هېوادونو کې د بېدینه وګړو شمېر زیاتېږي، خو د نړۍ په ټول نفوس کې به یې ونډه له ۲۴.۲ سلنې څخه په ۲۰۷۰ کال کې ۱۷ سلنې ته راټیټه شي.
په دې وړاندوینه کې د نفوس عمر، د زېږون او مړینې کچه، کډوالي او د دین بدلون په پام کې نیول شوي دي.


