د ایران پوځ وایي، چې ځواکونو یې د چهارشنبې په سهار د کویټ په عليالسالم هوايي اډه کې د امریکا پوځي تاسیسات د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه کړي دي.
د ایران د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه برید کې د امریکا د پاتریوت توغندیز دفاعي سیستمونه او د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو د توغولو مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
د ایران پوځ عليالسالم هوايي اډه په لوېدیځه اسیا کې د امریکا له مهمو پوځي مرکزونو څخه بللې او ویلي یې دي، چې دغه اډه د امریکايي ځواکونو د هوايي لېږد رالېږد او سیمې ته د پوځي تجهیزاتو او ځواکونو د انتقال په برخه کې مهم رول لري.
دا ادعا داسې مهال کېږي، چې د کویټ پوځ هم د چهارشنبې په سهار ویلي، هوايي دفاعي سیستمونه یې د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د شنډولو لپاره فعال شوي دي.
د کویټ د پوځ لوی درستیز ویلي، په سیمه کې د اورېدو وړ چاودنې د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستمونو له لوري د بریدونو د شنډولو پایله ده.
تر اوسه د امریکا او کویټ چارواکو د ایران د پوځ د دې ادعا او د ادعا شوي زیان په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.


