د بالیووډ افسانوي فلم «رامایانا» د نندارې په لومړیو ۱۲ ورځو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۴ میلیارده او ۳۷۲ میلیونه هندي روپۍ عاید ترلاسه کړی او د هندي سینما د ډېرو عاید لرونکو فلمونو په کتار کې یې خپل ځای نیولی دی.
دغه فلم د مشهور هندي فلمجوړوونکي نیتېش تیواري په لارښوونه جوړ شوی او د رنبیر کپور، سای پلوي او یش په ګډون د هند یو شمېر نوموتو هنرمندانو پکې رولونه لوبولي دي.
د فلم د کیسې له مخې، رنبیر کپور د رام، سای پلوي د سیتا او یش د راون رول لوبوي.
«رامایانا» د هند د لرغوني مذهبي او افسانوي اثر پر بنسټ جوړ شوی او د دوو برخو په بڼه نندارې ته وړاندې کېږي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، فلم په هند کې شاوخوا ۹ میلیارده او ۴۷۲ میلیونه هندي روپۍ او په نړیوالو بازارونو کې څلور میلیارده او ۹۰۰ میلیونه روپۍ عاید ترلاسه کړی دی.
په دې توګه، د فلم ټول عاید ۱۴ میلیارده او ۳۷۲ میلیونه هندي روپیو ته رسېدلی چې له خپرېدو یوازې ۱۲ ورځې وروسته یې د پام وړ نړیوال سوداګریز بریالیتوب بلل کېږي.
«رامایانا» د خپل لوړ عاید ترڅنګ د مشهورو هنرمندانو د ګډون او د یوې لرغونې افسانوي کیسې د سینمایي انځورولو له امله هم د لیدونکو پام ځان ته اړولی دی.
د راپورونو له مخې، د دې فلم دویمه برخه به د ۲۰۲۸ کال د دیوالي په مناسبت نندارې ته وړاندې شي.


