نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳ سلنه وده وکړي

0
60
FILE PHOTO: A participant stands near a logo of World Bank at the International Monetary Fund - World Bank Annual Meeting 2018 in Nusa Dua, Bali, Indonesia, October 12, 2018. REUTERS/Johannes P. Christo/File Photo

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې وړاندوینه کړې، چې د کرنیزو محصولاتو د ښه حاصلاتو له امله به د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶ کال کې درې سلنه وده وکړي؛ خو د نفوس د زیاتوالي له امله به د هر وګړي پر سر اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه راکم شي.

د دغه بانک په راپور کې راغلي، چې د اقتصادي ودې له اټکل سره سره، د افغانستان ډېری کورنۍ لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه کېدو لپاره دغه وده کافي نه ده.

راپور زیاتوي، چې د روان میلادي کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې په افغانستان کې نږدې ۱۵ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو.

نړیوال بانک د افغانستان د اوبو د سرچینو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارده متر مکعب د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي.

د راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د طبیعي بیا تغذیې د کچې په پرتله نږدې څلور برابره چټکۍ سره ایستل کېږي، چې دا وضعیت د اوبو د سرچینو د دوام په اړه اندېښنې زیاتوي.

نړیوال بانک ټینګار کړی، چې د اقتصادي ودې ترڅنګ د خوراکي خوندیتوب، د خلکو د عاید او د اوبو د سرچینو مدیریت هغه مهمې ستونزې دي چې افغانستان ورسره مخ دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ