د احصایې او معلوماتو ملي اداره: په شپږو میاشتو کې له ۸۲۷ زرو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

0
64

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، په وېشل شویو پېژندپاڼو کې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ نارینه‌وو او ۲۲۶ زره او ۵۱۴ ښځو ته ورکړل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خدمتونه د ۸۷ مرکزونو او اسانه‌خدمتونو له لارې وړاندې کېږي.

همدارنګه، په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ یو مرکز هم په دې برخه کې فعالیت کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو پر بنسټ، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۱۸ میلیونه او ۳۰۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ