اې‌بي‌سي نیوز:امریکا ښايي په روانه اوونۍ کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي

0
59

د امریکا اې‌بي‌سي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت ښايي په روانه اوونۍ کې لسګونه افغان کډوال له امریکا څخه وباسي.

په دغو کسانو کې د امریکایي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د کورنۍ غړي هم شامل دي.

د راپور له مخې، د نیول شویو افغان کډوالو وکیلانو، د کډوالو د ملاتړ بنسټونو او د هغوی کورنیو ویلي، چې د امریکا حکومت د دغو کسانو د ایستلو لپاره چمتووالی نیسي.

اې‌بي‌سي د یوه افغان کډوال د محکمې د سند په حواله لیکلي، چې د ایستلو لپاره د ځانګړې شوې الوتکې د ناستې ځای پاکستان ټاکل شوی او پلان دا دی چې دغه کډوال له هغه ځایه افغانستان ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو افغانانو کورنیو دې ټلوېزیون ته ویلي وو، چې د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو په لړ کې د امریکا د لویزیانا ایالت د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې سلګونه افغان کډوال ساتل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ