د افغانستان پر وضعیت او سیمه‌ییزو اغېزو د سویس، بریتانیا او ناروې استازو خبرې کړې دي

0
64

د سویس سفیر په پاکستان کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي او د ناروې له سفیر سیګوالډ هاوګه سره د افغانستان پر روان وضعیت او سیمه‌ییزو اغېزو خبرې کړې دي.

د سویس سفیر سټېفان ری په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د باثباته افغانستان شتون د ټولې سیمې په ګټه دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره پرله‌پسې خبرو اترو ته اړتیا ده.

https://twitter.com/SwissAmbPak/status/2122383578914861471/photo/1?a=LVhhJg8JwqXw47p7sDE&s=19

نوموړي زیاته کړې، چې دغه لیدنه د افغانستان د روان وضعیت او پر سیمه د هغې د اغېزو په اړه د نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ