سي‌اېن‌اېن: امریکا د ایران له لوري د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنه لري

0
59

سي‌اېن‌اېن د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران ښايي په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر لوړپوړو چارواکو د راډیو اکټیف موادو لرونکو بمونو یا کیمیاوي وسلو د احتمالي برید پلانونه څېړي.

د راپور له مخې، امریکايي سرچینو ادعا کړې، چې په ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو کې د احتمالي برید لپاره ځینې ځایونه او هدفونه هم مشخص شوي، خو لا روښانه نه ده چې تهران په دې اړه وروستۍ پرېکړه کړې ده که نه.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ټولو احتمالي ګواښونو څارنه کوي، خو تر اوسه یې د امریکا پر وړاندې کوم باوري ګواښ نه دی تثبیت کړی.

راپور زیاتوي، د امنیتي اندېښنو له امله د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ پوځي استوګنځي ته لېږدول شوی دی.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې ایران په هېڅ ډول شرایطو کې د دغو وسلو کارول نه مني.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ