ټرمپ: ښايي روانه اوونۍ په چین کې له کیم جونګ اون سره وګورم

0
85

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د چین په سفر کې یې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د لیدنې فرصت برابر شي.

نوموړي دوشنبه ویلي، امکان لري دغه لیدنه د روانې اوونۍ په ترڅ کې ترسره شي؛ هغه ناسته چې د ترسره کېدو په صورت کې به د ټرمپ د اسیايي سفر یوه مهمه برخه وي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال له کیم جونګ اون سره درې ځله مخامخ لیدلي وو او هڅه یې کړې وه چې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي، خو دغو خبرو کومه مشخصه پایله ونه لرله.

د امریکا ولسمشر په وروستیو کلونو کې هم له کیم سره د بیا لیدنې لېوالتیا څرګنده کړې، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د نوې ناستې هڅې تر اوسه عملي شوې نه دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ