
د پاکستان فدرالي حکومت په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي په پلمه غواړي د دغه ایالت والي ته پراخ اجرائیوي واکونه ورکړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یوه نوي لنډمهالي فرمان طرحه د تصویب لپاره ولسمشر ته استولې ده، چې له مخې به یې والي وکولای شي د بېړني امنیتي وضعیت پر مهال له پراخو صلاحیتونو کار واخلي.
د پاکستان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ته د دغه ایالت د بېړني حالت پر مهال لا ډېر اجرائیوي او اداري واکونه ورکړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یوه نوي لنډمهالي فرمان مسوده د ولسمشر اصف علي زرداري د تصویب لپاره استولې ده.
تمه ده چې ولسمشر به د لومړي وزیر په سپارښتنه دغه فرمان ژر توشیح کړي.
د دغه وړاندیز له مخې، د خیبر پښتونخوا والي ته به د بېړني حالت پر مهال پراخ صلاحیتونه ورکړل شي او په ځانګړي ډول به د دغه ایالت پر ۱۲ ځانګړو ولسوالیو د هغه اداري واکونه زیات شي.
د پاکستان حکومتي سرچینو ویلي، د همدې فرمان د صادرېدو لپاره د ملي شورا غونډه هم بل وخت ته ځنډول شوې ده؛ ځکه د ملي شورا له غونډې د رابللو وروسته د لنډمهالي فرمان صادرول ممکن نه دي.
په خیبر پښتونخوا کې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو له مخې بېړنی حالت او د والي واکمني اعلان شوې وه.
له دې پرېکړې سره د ایالتي حکومت واکونه والي ته ولېږدول شول.
د پاکستان فدرالي حکومت د دغو اقداماتو دلیل په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت خرابوالی او د وسلهوالو بریدونو زیاتوالی بولي.

