د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې څخه د احتمالي استعفا په اړه د رسنیو د راپورونو له خپرېدو وروسته، دغه ادعاوې رد کړې دي.
د راپورونو له مخې، روبیو د خپلې سیاسي راتلونکې او د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د احتمالي نوماندۍ په اړه له خپلو سلاکارانو سره مشورې کړې دي.
خو نوموړي ویلي چې د ټرمپ د کاري دورې تر پای پورې د خپلې دندې د ترسره کولو هوډ لري او د استعفا په اړه یې کومه پرېکړه نه ده کړې.
تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د روبیو د استعفا په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی.


