له میسي وروسته رونالډو هم له نړیوال فوټبال سره مخه ښه کوي

0
25

د پرتګال د فوټبال نامتو ستوري کریسټیانو رونالډو اعلان کړی، چې د نومبر له نړیوالو سیالیو وروسته به د خپل هېواد د ملي لوبډلې لپاره نورې لوبې ونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ۴۱ کلن رونالډو د نومبر په پنځمه په یوه ویډیويي پیغام کې خپله پرېکړه اعلان کړې او ویلي یې دي چې د پرتګال د اووه شمېرې کمیس به راتلونکي نسل ته وسپاري.

رونالډو په ۲۰۰۳ کال کې د پرتګال ملي لوبډلې ته لار موندلې وه او په ۲۳ کلنه نړیواله لوبیزه دوره کې یې ۲۳۴ لوبې کړې او ۱۴۶ ګولونه وهلي دي.

نوموړی د نارینه‌وو په نړیوال فوټبال کې د ډېرو لوبو او ګولونو نړیوال ریکارډونه لري.

هغه په ۲۰۱۶ کال کې پرتګال ته د اروپا د اتلولۍ جام او په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۵ کلونو کې یې د ملتونو لیګ اتلولۍ ګټلو کې مهم رول لوبولی دی.

د یادونې ده، چې د ارجنټاین فوټبال ستوري لیونل میسي هم د روان کال د اګست په ۳۱مه له خپلې ملي لوبډلې سره د نړیوال فوټبال د پرېښودو پرېکړه اعلان کړې وه.

په دې توګه، رونالډو له میسي وروسته له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه کوي او د فوټبال د یوې اوږدې او تاریخي سیالۍ نړیوال فصل پای ته رسېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ