په نهو میاشتو کې تر ۳۲۳ زره ډېر افغانان د سوداګرۍ لپاره ازبکستان ته تللي

0
22

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغان سوداګرو د ازبکستان د بهرنیو سوداګریزو لیدونکو تر ټولو لویه برخه جوړوله.

د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۳۲۳ زره او ۶۶۰ افغانان د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته تللي دي.

د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه د سپټمبر تر پایه ټول ۳۵۷ زره او ۵۰۰ بهرني وګړي د سوداګرۍ لپاره ازبکستان ته ورغلي، چې ډېری یې افغانان دي.

په دې لړ کې ترکمنستان د ۲۴ زره او ۱۹۶ سوداګریزو لیدونکو په لرلو دویم او تاجکستان د ۶ زره او ۴۱۲ کسانو په لرلو درېیم ځای لري.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۶۹۵ قرغېزي، ۶۲۹ قزاقستاني، ۳۷۰ روسي او ۳۴۶ ترک اتباع هم د سوداګریزو موخو لپاره ازبکستان ته تللي دي.

سربېره پر دې، د نورو هېوادونو یو زرو او ۱۵۰ وګړو هم دغه هېواد ته سوداګریز سفرونه کړي دي.

دا شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۶ کال کې د ازبکستان د سوداګریزو لیدونکو په منځ کې افغانان د پام وړ ونډه لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ